د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو تایید کړې ده چې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د نامعلومو وسله والو په برید کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي. دا پېښه د شپې ناوخته رامنځته شوې ده.

په جوزجان ولایت کې د طالبانو حکومت د پولیسو ویاند وایي چې وسله وال کسان کور ته ننوتلي او پر کورنۍ یې ډزې کړې دي. په دې خواشینوونکې پېښه کې څلور ښځې او یو کوچنی ماشوم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دې پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیولي دي. تر اوسه د دې برید اصلي انګېزه نه ده څرګنده او د نورو عاملینو د نیولو لپاره پلټنې روانې دي.

🌐 #افغانستان #جوزجان #پېښه #امنیت

Author