د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی چې ایسلنډ هیواد د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره څلور سوه او دوه زره ډالره مرسته کړې ده. دا پیسې د پنځوس ملیونه ایسلنډي کرون سره برابرې دي.

دغه بنسټ د ایسلنډ له مرستې څخه د مننې په څرګندولو سره ویلي چې دا مالي ملاتړ به بشردوستانه شریکانو ته اجازه ورکړي چې زیانمنو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسوي. دا مرستې په اوسنیو بحراني شرایطو کې خورا مهمې دي.

مرستندویه بنسټونو تر دې وړاندې د خلکو اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره د بودیجې د سخت کمښت په اړه خبرداری ورکړی و. د مې میاشتې تر پایه د مرستې پروګرامونو د پلي کولو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې یوه کوچنۍ برخه چمتو شوې ده.

#ایسلنډ #مرسته #افغانستان

🌐

Author