پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ته د دې سازمان د عمومي اسمبلۍ د یو اتیایمې غونډې د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله. هغه دا پېښه د افغانستان لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله.
ښاغلي فایق روانه اونۍ وتوانېد چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د مرستیالۍ څوکۍ ترلاسه کړي. دا اسمبلۍ د پرېکړه نیونې او عمومي بحثونو یو له مهمو بنسټونو څخه دی چې یو سلو درې نوي هېوادونه پکې غړیتوب لري.
د ملګرو ملتونو په داسې لوړه کچه کې د یوه افغان دیپلومات ټاکل کېدل د سیاسي څېرو او هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شوي دي. تمه کیږي چې دا مقام به په نړیواله کچه د افغانستان غږ لا پیاوړی کړي.
#ملګري\_ملتونه #حامد\_کرزی #افغانستان
🌐