د ایران سرحدي پولیسو اعلان کړی چې د زابل په سرحدي سیمه کې له یوې وسله والې ډلې سره په نښته کې شپږ تنه وژل شوي دي. دا نښته هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو کسانو غوښتل د ایران خاورې ته ننوځي.

ایراني چارواکي وايي چې د دواړو لوریو ترمنځ له درنو ډزو وروسته، سرحدي ځواکونه وتوانېدل چې دا برید په شا وتمبوي. د پېښې په ځای کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال، یو شمېر وسلې او مهمات هم کشف او ترلاسه شوي دي.

تر اوسه د دې وسله والو کسانو کره هویت او تړاو په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی، او د طالبانو حکومت هم کوم غبرګون نه دی ښودلی. د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې تل د ورته امنیتي پېښو او قاچاق شاهدې دي.

🌐 #ایران\_پوله #افغانستان #سرحدي\_نښته

Author