د طالبانو حکومت د ښار جوړونې وزارت مرستیال مدار علي کریمي د محرم په ورځو کې له شیعه ګانو سره د امنیتي ځواکونو پر چلند بښنه وغوښته. هغه پر دې چلند سخته نیوکه وکړه او ویې ویل چې موضوع یې له لوړ پوړو چارواکو سره شریکه کړې ده.
د طالبانو حکومت دې چارواکي د کابل په لویدیځ کې په یوه جومات کې وینا کوله او ټینګار یې وکړ چې د مشرتابه لارښوونې سمې نه دي پلي شوي. په وروستیو ورځو کې لسګونه کسان په کابل کې د محرم د بیرغونو د لګولو له امله نیول شوي وو.
له مخکینیو خبرداریو سره سره، ځینو عزادارانو لا هم د مذهبي نښو لګولو ته دوام ورکړ. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د لږکیو پر مذهبي مراسمو د طالبانو حکومت فشارونه تل له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.
#افغانستان #کابل #محرم
🌐