د تورخم سرحدي دروازه د شنبې په ورځ له دوه ورځني بندیز وروسته، د راستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ بېرته پرانیستل شوه. پاکستان دا مهمه لار د عاشورا د مراسمو له امله د دوو ورځو لپاره په بشپړه توګه تړلې وه.
د دې لارې په پرانیستل کېدو سره، د کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر یو ځل بیا پیل شو. د شته شمېرو پر بنسټ، د پاکستان حکومت هره ورځ سلګونه افغانان د همدې لارې له لارې په زوره باسي او افغانستان ته یې لېږي.
ډېری دا ایستل شوي کډوال ختیځو ولایتونو ته تر رسېدو وروسته له سختو اقتصادي ستونزو او د سرپناه له نشتوالي سره مخ کېږي. نړیوالو بنسټونو تل د دې خلکو د ناوړه وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
#تورخم #افغان\_کډوال #افغانستان
🌐