د امریکا متحدو ایالتونو اعلان کړی چې د هرمز په تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د ایران د بې پیلوټه الوتکې د برید په غبرګون کې یې د ایران پر ځینو اهدافو بریدونه کړي دي. دې نښتو په سیمه کې اندېښنې زیاتې کړې دي.
بل پلو، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په ځوابي برید کې یې په سیمه کې د امریکايي ځواکونو اډې په نښه کړې دي. د دواړو لورو ترمنځ دا پوځي تاوتریخوالی په منځني ختیځ کې د امنیتي وضعیت خرابوالی په ډاګه کوي.
له دې جګړو سره هم مهاله، اسرائیل او لبنان د امریکا په منځګړیتوب له اوږدو خبرو وروسته یو مهم تړون لاسلیک کړی دی. واشنګټن وايي چې د دې هوکړې اصلي موخه په سیمه کې د جګړې پای ته رسول دي.
#منځنی\_ختیځ #امریکا #ایران
🌐