د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې د پیګرد خبري آژانس مسوول مدیر جاوید نیازي د طالبانو د حکومت د استخباراتو له خوا تر دوو میاشتو بند وروسته خوشی شوی دی. نوموړی د سه شنبې په سهار له خپلې کورنۍ سره په خوندي توګه یوځای شو.
د طالبانو د حکومت استخباراتي ځواکونو دوه میاشتې وړاندې د دې رسنۍ پر دفتر برید وکړ او له تاوتریخوالي وروسته یې د دوی کاري وسایل په زور ضبط کړل. د خبریالانو مرکز د هغه د خوشې کېدو هرکلی کړی خو د هغه اوږدمهاله بند یې د بشري حقونو او بیان آزادۍ څرګند نقض بللی دی.
د دې افغان خبریال له خوشې کېدو سره سره د هغه د خبري آژانس دفتر لا هم تړلی دی او د فعالیت اجازه نه لري. د رسنیو ملاتړي بنسټونه د دې رسنۍ د ژر تر ژره پرانیستلو او د خبریالانو د ضبط شویو وسایلو د بېرته راګرځولو جدي غوښتنه کوي.
#افغان\_خبریالان #بشري\_حقونه #رسنۍ
🌐