په ایران کې د چابهار پر بندر د امریکا وروستیو بریدونو د افغانستان د سوداګرۍ مهمې لارې سختې ګډوډې کړې دي. هندي رسنیو دا بریدونه یو ستر ستراتیژیک زیان بللی دی.
د پنجشنبې په سهار د چابهار بندر د سمندري ترافیکو د کنټرول برج په نښه شو. دا بندر له کلونو راهیسې افغانستان او مرکزي اسیا ته د هند د لاسرسي لپاره یوه مهمه لاره وه.
د دې بندر او بندرعباس زیربناوو ته په زیان رسیدو سره د افغانستان صادرات او واردات له جدي ننګونو سره مخ کیږي. په ورته وخت کې د پاکستان سوداګریزې لارې هم د افغان سوداګرو پر مخ تړلې دي.
#سوداګري #افغانستان #چابهار\_بندر
🌐