د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د پناه غوښتنې د نوي قانون مسوده چمتو شوې ده. دا طرحه به ډېر ژر د لا زیاتې څېړنې او وروستي تایید لپاره عدلیې وزارت ته واستول شي.

د دې وزارت چارواکي وايي چې په دې قانون کې د کډوالو شرعي حقونه او د پناه غوښتنې حق په بشپړ ډول په پام کې نیول شوي دي. څو دولتي ادارو د دې مهمې مسودې د چمتو کولو لپاره له یو بل سره همکاري او مشورې کړې دي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه کډوال لري. خو تر اوسه په افغانستان کې دننه د بهرنیو پناه غوښتونکو د منلو په اړه کره او رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې.

#پناه\_غوښتنه #افغانستان #کډوالي

🌐

Author