د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په تیره یوه اونۍ کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو څلور نوې پیښې ثبت شوې دي.
د دې سازمان د راپور له مخې دا نوې پیښې په ننګرهار هلمند او هرات ولایتونو کې پیژندل شوې دي. د دې څلورو پیښو په ثبتولو سره په ۲۰۲۶ میلادي کال کې په هیواد کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر یولس تنو ته لوړ شوی دی.
همدارنګه د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د پولیو ویروس دولس مثبت چاپیریالي نمونې هم کشف او ثبت شوې دي. دې وضعیت د دې ناروغۍ د لا خپریدو او د افغان ماشومانو روغتیا ته د ګواښ په اړه جدي اندیښنې راپورته کړې دي.
#افغانستان #روغتیا #پولیو #ماشومان
🌐