د عزیزي ګروپ مالک میرویس عزیزي د چین د سفر پر مهال د جینان ښار کې د «رن پاور» شرکت د مشرانو سره وکتل. د دې لیدنو اصلي هدف د بغلان ولایت کې د زغرو د تودوخې بریښنا کارخانو د جوړولو لپاره ځمکه برابرول دي.

د دې غونډو اصلي محور د «عزیزي انرژي» او «رن پاور» تر منځ د همکارۍ تړون نهایي کول و، چې د افغانستان کې د ۱۰ زره میګاواټ بریښنا د تولید د لوی پلان برخه ده او له دې جملې ۱۰۰۰ میګاواټ به بغلان کې تولید شي.

عزیزي شاوخوا یو کال دمخه د طالبانو له اداره سره د ۱۰ میلیارده ډالرو تړون لاسلیک کړ. خو منتقدان وايي چې له تړون لاسلیک کیدو راهیسې هیڅ د پام وړ عملي ګام نه دی اخیستل شوی.

#عزیزي\_انرژي #بغلان #زغرو\_بریښنا #چین #افغانستان\_بریښنا

🌐

Author