ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې د افغانستان کې د طالبانو چلند له ښځو او نجونو سره د دوی راټولیدل او ټولنیز حضور خورا کم کړی دی. د سروې له مخې له نیمې ډیرو ښځو ویلي چې دوی یوازې میاشتني یو یا دوه ځله له کوره وځي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي افغانستان د نړۍ یوازینی هیواد دی چیرې چې نجونې له منځنۍ زده کړې او ښځې له پوهنتون زده کړې بې برخې دي. طالبانو له واکه ستنیدو راهیسې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۱۰۰ زیاتې فرمانونه صادر کړي دي.

له هرو لسو ښځو اوه تنو خپله روانې روغتیا «بده» یا «خورا بده» بللې ده. یوازې اوه سلنه ښځې دندې لري، پداسې حال کې چې دا شمیر د نارینه وو تر منځ ۸۴ سلنې ته رسیږي.

#د\_ښځو\_حقوق #افغانستان #ملګري\_ملتونه #طالبان #افغانې\_ښځې

Author