د افغانستان د برښنا شرکت (برشنا) اعلان وکړ چې د ترکمنستان وارداتي برق د هغه هیواد د فني ستونزو له امله پرې شوی دی. پدې امله د بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات او سمنګان ولایتونو برق پرې شوی دی.
د دې ولایتونو ډیری اوسیدونکو تایید کړل چې د ترکمنستان وارداتي برق د یکشنبې له مازیګر راهیسې پرې دی. برشنا وویل چې د ستونزې د حل لپاره د ترکمنستان د برښنا شرکت مسئولانو سره همغږي روانه ده.
افغانستان د خپلو د برق اړتیاوو لویه برخه له ګاونډیو هیوادونو واردوي او مکرر قطعي ګانې مختلف ولایتونه تیارې ته ور اچوي.
#افغانستان #برق #ترکمنستان #برشنا #د\_برق\_قطعي
🌐