افغان ځوانه سوداګره صدف افغان په کابل کې د بس مسافرینو ټکټونو د آنلاین اخیستلو او رسولو لپاره «قاصد» آنلاین پلیټ فارم پیل کړی دی.

دا پلیټ فارم مسافرینو ته اجازه ورکوي چې پرته له ترمینل ته تلو خپل ټکټ آنلاین واخلي او په کور کې یې ترلاسه کړي. دا سوداګري اوس اته کارکوونکي لري چې څلور یې ښځې دي.

صدف افغان وايي چې هدف یې دا دی چې دا خدمتونو نورو ولایتونو ته وغځوي او د افغان ښځو او سړیو لپاره نور کاري فرصتونه رامنځته کړي.

#سوداګري #ټکنالوژي #افغان\_ښځې 🌍

Author