په هرات ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو محتسبانو د دغه ښار د لیلامی له واټ څخه درې ښځې د دوی د خوښې پوښاک د نه مراعاتولو په تور نیولې دي.

سرچینې زیاتوي چې یوه ښځه په ضمانت خوشې شوې، خو دوه نورې لا هم په بند کې دي چې یوې یې في دې وروستیو کې له امریکا څخه افغانستان ته سفر کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو بنسټونو په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو پر زیاتېدو سختې اندېښنې ښودلې دي.

#د_ښځو_حقونه #هرات #طالبان #بشري_حقونه

Author