د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وویل چې په هرات او بغلان ولایتونو کې د بې جوازه وسلو د راټولولو او د موټرو د تیاره شیشو د پاکولو بهیر پیل شوی دی. دا بهیر د پوستو په جوړولو سره پلي کیږي.

تر اوسه په پلخمري کې څو موټرو څخه تیاره شیشې لیرې شوي دي. امنیتي مسوولینو خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.

ورته بهیر مخکې په بدخشان کې هم ترسره شوی و. دا اقدامات په ښارونو کې د امنیت د ټینګښت لپاره تر لاس لاندې نیول شوي دي.
#طالبان #امنیت #هرات #بغلان

Author