ملل متحد په خپل تازه راپور کې اعلان وکړ چې د طالبانو وسله والو مخالفینو د مای له لومړۍ تر د جولای تر اخیره پورې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ۸۸ بریدونو مسوولیت منلی دی. له دې جملې څخه ۵۵ بریدونه د ملل متحد لخوا تایید شوي دي.

د راپور پر بنسټ، د مخالفو ډلو بریدونو په جولای میاشت کې د پام وړ زیاتوالی موندلی او ۳۰ بریدونو ته رسېدلی دی. بېلابېلو جبهو په دې موده کې د طالبانو پر پوستو او ځواکونو بریدونه تنظیم کړي دي.

راپور زیاتوي چې په ټول افغانستان کې ناامنۍ د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیاتې شوې دي او هېواد پولو هم ناامنه پاتې دي.
🌐 #جهان #منطقه #ملل_متحد #امنیت

Author