رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې په ایران کې د جګړې او بندیزونو له امله رامنځته شوي اقتصادي بحران زرګونه افغان کډوال هیواد ته په راستنیدو مجبور کړي دي. بیرته راستنیدونکې کورنۍ له لوړې بیکارۍ او د طالبانو له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د رسمي شمیرو له مخې په ایران کې د توکو بیې په پراخه کچه لوړې شوې او د پولي واحد ارزښت یې لویدلی دی. ډیری افغان کارګران له میاشتو بیکارۍ وروسته هیواد ته د راستنیدو پریکړه کړې ده.

افغانستان ته راستنیدل د نجونو لپاره د زده کړو او کار د حقونو له لاسه ورکولو په معنی دي. نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د راستنیدونکو کورنیو وضعیت ډیر اندیښمنونکی دی.
#جهان #منطقه #کډوال

Author