د یمن د حوثیانو مشر عبدالملک الحوثی د سعودي عربستان هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګواکې د دوی ډلې د مکې مکرمې د په نښه کولو هڅه کړې ده.<br><br>هغه زیاته کړه چې د دغو ادعاؤو موخه د نورو هېوادونو پارول او په جګړه کې د هغوی دخیل کول دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د یمن خلک د اسلامي مقدساتو لپاره لوی درناوی لري.<br><br>الحوثی همدارنګه پر سعودي عربستان تور ولګوه چې د سیاسي موخو لپاره له مذهبي مسایلو ناوړه ګټه پورته کوي. هغه له سیمه ییزو هېوادونو وغوښتل چې د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي. #یمن #حوثیان #خاورمیانه #سیاست

Author