نړیوالې جنایي محکمې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا او د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه د ښځو او نجونو د ځورونې په تور علني کړي، چې دا د بشریت ضد جرم ګڼل کیږي. دغو دوو چارواکو د افغان ښځو او نجونو د زده کړې له حقه په محرومولو کې مرکزي رول لوبولی دی.
حبیب الله اغا، چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د طالبانو له پخوانیو څېرو څخه دی چې د دې ډلې په قضایي سیسټم او دیني مدرسو کې مخینه لري. هغه چې په ۱۳۵۷ کال کې د پاکستان له حقانیې دارالعلوم څخه فارغ شوی، د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د کندهار د ابتدائیه محکمې د جزا د دیوان رئیس و او له هغه وروسته یې هم د دې ډلې په قضایي جوړښت کې فعالیت کاوه. واک ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته، هغه لومړی د کندهار د علماوو شورا رئیس او بیا د ۱۴۰۱ کال په وږي کې د پوهنې وزیر وټاکل شو.
د حبیب الله اغا د وزارت پر مهال، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو په اړه د طالبانو د مشر امر په کلکه پلی شو. پر دې سربېره، خصوصي ښوونیز مرکزونه هم د نجونو پر مخ وتړل شول او د نرسنګ په څېر څانګو کې د هغوی زده کړې ودرول شوې. دې سیاستونو نجونې اړې کړې چې پټو کورنیو زده کړو ته مخه کړي.
د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم هم د کندهار اوسیدونکی دی او د طالبانو مشر ته له نږدې او توندلارو څېرو څخه ګڼل کیږي. هغه د طالبانو په پوځي او استخباراتي برخو کې اوږده مخینه لري او له دې دندې مخکې د کابل او ننګرهار والي او د ننګرهار امنیه قوماندان پاتې شوی دی. هغه د ۱۴۰۱ کال په میزان میاشت کې په دې دنده وګومارل شو.
د ندیم له ګومارل کېدو شاوخوا دوه میاشتې وروسته، د ۱۴۰۱ کال د قوس په ۲۹مه، د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځو زده کړې "تر بل امر پورې" منع دي. دې پرېکړې د نجونو د زده کړې بندیز پوهنتونونو ته هم وغځاوه. ندیم له دې پرېکړې دفاع وکړه او د ښځو د حجاب ډول او د کرنې او انجنیرۍ په څېر څانګو "د افغان کلتور سره نه مطابقت" په څېر دلایل یې وړاندې کړل.
ندیم ژمنه کړې وه چې د ستونزو له هواري وروسته به پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي. خو نږدې دوه کاله وروسته، د ۱۴۰۳ کال په وږي کې، هغه وویل لکه څنګه چې د ښځو زده کړې "ځنډول شوي"، په دې اړه پوښتنه هم "تر دویم امر پورې ځنډول شوې" ده. اروپايي ټولنې مخکې له دې دواړه وزیران د ښځو د زده کړې د حق په نقض کې د دوی د رول له امله تحریم کړي وو.
سرچینه: افغانستان اینترنشنال
🌐