د پنجشیر لپاره د طالبانو والي، محمد آغا حکیم، د سې شنبې په ورځ وویل چې دیني عالمان باید له منبرونو څخه د خلکو د پوهاوي لپاره کار واخلي او ځوانان هغو جریانونو ته له ورتګ څخه منع کړي چې هغه "د باطل لاره" وبلله.

ښاغلي حکیم، چې په پنجشیر کې یې په یوه غونډه کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د مخالفینو نظرونه او دریځونه باید د منبر له لارې خلکو ته تشریح شي ترڅو هغوی وکولای شي د "حق او باطل" ترمنځ توپیر وکړي.

د پنجشیر لپاره د طالبانو والي منبر "د حق او باطل د تشخیص یوازینۍ لار" وبلله او له دیني عالمانو یې وغوښتل چې دا "سنګرونه ګرم وساتي" او ځوانان د طالبانو له مخالفینو سره له یوځای کیدو څخه منع کړي.

طالبان پنجشیر ولایت ته ځانګړې پاملرنه کوي، ځکه دا ولایت د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو، په ځانګړې توګه د ملي مقاومت جبهې لپاره د فعالیت او ځواکونو د جذب یو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کیږي.

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، چې د پنجشیر دی، د افغانستان په شمال کې د دې جبهې د پوځي فعالیتونو د پراخولو هڅه کوي.

منتقدین وايي چې د طالبانو انحصاري سیاستونو په هیواد کې نارضایتي زیاته کړې او د ځینو کسانو لپاره یې د مخالفو وسله والو ډلو سره د یوځای کیدو زمینه برابره کړې ده.

سرچینه: محلي سرچینې

🌐

Author