د پاکستان دولتي رسنیو د چهارشنبې په ورځ، د میزان په ۱۵مه، راپور ورکړ چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې په دوو جلا عملیاتو کې ۱۸ وسله وال وژلي دي.

د دغو راپورونو له مخې، یو لړ عملیات د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان سیمه کې ترسره شول چې په پایله کې یې ۱۳ کسان ووژل شول. د پاکستان حکومت دا کسان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړي بللي او ویلي یې دي چې هغوی په تروریستي فعالیتونو کې لاس درلود.

دوهم عملیات د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې ترسره شول. په دې عملیاتو کې هم پنځه وسله وال ووژل شول. پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې د دغو کسانو له پټنځای څخه یو اندازه درنې وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

دا عملیات په داسې حال کې ترسره کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونه زیات شوي دي. د پاکستان پوځ او پولیس په دوامداره توګه په دې سیمو کې د تروریزم ضد عملیات ترسره کوي.

چارواکو زیاته کړه چې په دواړو سیمو کې د دغو ډلو د نورو غړو د موندلو لپاره د لټون عملیات دوام لري.

په ورته وخت کې، د پاکستان پولیسو اعلان وکړ چې په خیبرپښتونخوا کې د کوهاټ په شادي پور سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو برید د امنیتي ځواکونو د مقاومت له امله شنډ شوی دی.

سرچینه: Zarin TV

🌐

Author