د افغانستان د ملي مقاومت جبهې عمومي قومندان قدم شاه شهیم وايي، له طالبانو سره په وسله واله مبارزه کې د نورو سیاسي او پوځي جریانونو یوځای کېدل د جګړې د پراخېدو هیلې زیاتې کړې دي. هغه له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، دغه جریانونه دې نتیجې ته رسېدلي، چې له طالبانو سره د مقابلې یوازینۍ لار وسله وال مقاومت دی.

ښاغلي شهیم د خلکو د پوهاوي زیاتوالی او د "طالبانو د څېرې افشا کېدل" د دې جبهې د هیلو نور لاملونه وبلل. د هغه په وينا، د طالبانو ترمنځ کورني اختلافات او د مقاومت له ځواکونو سره د خلکو همکاري هم د وسله والو فعاليتونو د پراخېدو لپاره لاره هواره کړې ده.

د ملي مقاومت جبهې عمومي قومندان ادعا وکړه چې د دې جبهې ځواکونه د بغلان، پنجشېر، سمنګان، نورستان او لغمان ولایتونو په ځینو برخو کې فزیکي حضور لري او په ځینو سیمو کې د ځايي خلکو له ملاتړه هم برخمن دي. هغه په ځانګړې توګه د بدخشان په اړه ادعا وکړه چې د دغه ولایت ۹۵ سلنه خلک له طالبانو څخه مخ اړولی دی.

هغه زیاته کړه، په بدخشان کې شاوخوا ۸۵ سلنه سیمه ییز طالب ځواکونه هم له دې ډلې څخه لرې شوي او طالبان اړ شوي، چې له نورو ولایتونو څخه شاوخوا څلور زره جنګیالي بدخشان ته واستوي. شهیم وویل، دغه ځواکونه تر ډېره په فیض اباد او سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

قدم شاه شهیم د مقاومت د جبهې د پوځي تجهیزاتو په اړه وویل، چې ځواکونه یې د کلاشینکوف په څېر دودیزې وسلې لري او په دې وروستیو کې یې یو شمېر بې پیلوټه الوتکې هم ترلاسه کړې دي. هغه د طالبانو لخوا د بې پیلوټه الوتکو کارول "ډیر ابتدايي" وبلل او ادعا یې وکړه چې "بهرني ترهګر" په دې برخه کې له طالبانو سره مرسته کوي.

د مقاومت د جبهې دغه قومندان د افغانستان د ازادۍ جبهې د فعالیتونو ستاینه هم وکړه او ویې ویل، دغې جبهې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې پر طالبانو بریدونه کړي دي. هغه ټینګار وکړ چې اوس ډیری ډلې او خلک دې نتیجې ته رسیدلي چې له طالبانو سره سیاسي حل ممکن نه دی.

سرچینه: افغانستان انترنشنل

🌐

Author