د ترکیې د کډوالۍ ادارې د تازه خپرو شویو شمېرو له مخې، د روان ۲۰۲۶ زېږديز کال له پيله بیا تر لومړي د اکتوبر پورې، ۲۹ زره او ۷۱۲ تنه افغان کډوال په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو د نشتوالي په تور نیول شوي دي. دغه رسمي ارقام ښيي چې افغانان په ترکیه کې د هغو ناقانونه کډوالو په منځ کې تر ټولو لوړ شمېر لري چې د ترکيې ځواکونو لخوا نيول شوي دي.
بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو دوامداره مهاجرتونه په افغانستان کې د روانو ناامنیو، سختې بې
وزلۍ او د کاري فرصتونو د نشتوالي مستقیمه پایله بلل کېږي. ډیری افغانان د یو خوندي او غوره راتلونکي لپاره د ناقانونه مهاجرت خطرناکې لارې غوره کوي.
په ترکیه کې د بې
اسناده کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد د حکومت سختو او پرله
پسې اقداماتو او د زرګونو افغانانو په زور بېرته رااستولو پروسې د بشري حقونو د مدافع بنسټونو جدي اندېښنې راپارولې دي. دغه بنسټونه وايي چې د افغان کډوالو جبري اخراج هغوی په خپل هېواد کې له ګڼو ګواښونو سره مخ کولای شي.
کارپوهان په دې باور دي چې د افغان کډوالو بحران د سیمې او نړۍ لپاره یوه پېچلې ننګونه ده چې هر اړخیزو حل لارو او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري. دوی ټینګار کوي چې ترڅو په افغانستان کې اقتصادي او امنیتي وضعیت ښه نه شي، له دغه هېواد څخه د کډوالۍ بهیر به دوام ولري.
د ترکیې حکومت په وروستیو کلونو کې د بې اسنادو کډوالو په وړاندې سخت سیاستونه غوره کړي دي. په دې اقداماتو کې د پولو څارنه، په لویو ښارونو کې د کډوالو د نیولو لپاره پراخ عملیات او د هغوی د ایستلو چټک بهیر شامل دي.
د دې وضعیت په دوام سره، په ترکیه کې د زرګونو افغان کډوالو راتلونکی ناڅرګند دی او د بشري حقونو بنسټونه د هغوی زیان منونکي وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د بیړنۍ پاملرنې غوښتنه کوي.
سرچینه: د ترکیې کډوالۍ اداره
🌐