د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د بشري قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له ماشومانو څخه په جنګي رولونو کې کار اخلي او د دې ډلې ځینې غړي په "بچه بازۍ" کې ښکېل دي. راپور افغانستان په تر ټولو ټیټه کټګورۍ کې اچولی او وایي چې طالبانو د بشري قاچاق سره د مبارزې لپاره کوم معنی لرونکي ګامونه نه دي پورته کړي.
د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د بشري قاچاق په تور د خپلو غړو د هر ډول څېړنې، محاکمې یا محکومیت راپور نه دی ورکړی. په راپور کې راغلي چې په طالبانو کې له سزا څخه معافیت یوه "لویه ستونزه" ده او د دې جرمونو د څېړلو لپاره هیڅ رسمي ځواب ویونکی سیستم نشته.
د ماشومانو عسکرو په برخه کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور وايي چې طالبان او نورې وسلهوالې ډلې په غیرقانوني توګه ماشومان د سرتېرو په توګه استخداموي او په جنګي او ملاتړیزو رولونو کې یې کاروي. د څارونکو په وینا، د طالبانو سیمهییزو غړو په تذکرو کې د ماشومانو عمر په جعل کولو سره هغوی خپلو لیکو ته جذب کړي دي. راپور زیاتوي چې ماشومان د جبر او فریب له لارې، په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان له ښوونځیو څخه، جهادي مدرسو ته جذبېږي چېرته چې دوی ته نظامي زده کړې ورکول کېږي.
راپور د "بچه بازۍ" عمل ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې که څه هم دا عمل رسماً منع دی، خو لاهم دوام لري او د طالبانو ځینې غړي پکې ښکېل دي. د څارونکو په وینا، د دې ډول جنسي استثمار قربانیان د طالبانو لخوا د مجازاتو او ټولنیز ننګ له وېرې راپور نه ورکوي.
راپور همدارنګه په افغانستان کې د بشري قاچاق نورو ډولونو ته هم اشاره کوي او وايي چې کورنی قاچاق د پولې هاخوا قاچاق په پرتله ډېر عام دی. درانه پورونه کورنۍ جبري کار ته اړ باسي او ماشومان په بېلابېلو برخو لکه غالۍ اوبدلو، خښتو بټیو، شپني او سوالګرۍ کې استثمارېږي.
پر دې سربېره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قاچاق له احتمالي قربانیانو سره د طالبانو پر چلند نیوکه کړې. په راپور کې راغلي چې طالبان ډېری وخت قربانیان، د هغو ماشومانو په ګډون چې په سړکونو کې سوال کوي، پرته له دقیقې ارزونې نیسي او له لویانو سره یوځای په توقیف ځایونو کې ساتي، چېرته چې دوی له فزیکي او جنسي ځورونې او جبري کار سره مخ کېږي.
سرچینه: د امریکا بهرنیو چارو وزارت ۲۰۲۶ کال راپور
🌐