د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې مسکو چمتو دی د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپل توان تر کچې هر ډول مرسته وکړي. دا لیدنه د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۸مه، په ترکمنستان کې د یوې غونډې په څنډه کې ترسره شوه.
د خبري سرچینو د راپور له مخې، پوتین په دې خبرو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران د عملي هڅو د ستاینې ترڅنګ، د بحران په هواري کې د روسیې پر چمتووالي ټینګار وکړ. نوموړي د مسکو د احتمالي منځګړیتوب د څرنګوالي په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو دا وړاندیز په سیمه کې د یوه کلیدي لوبغاړي په توګه د روسیې مخ پر ودې رول په ګوته کوي.
په مقابل کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل چې تهران به خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي او د خبرو مېز به پرېنږدي. هغه دې ته په اشارې سره چې د خبرو اترو سره هم
مهاله د امریکا بریدونه هم روان وو، د ایران د حقونو پر درناوي ټینګار وکړ او ویې ویل چې هر ډول هوکړه باید عادلانه او متوازنه وي.
دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې د کړکېچ د کمولو او جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي، خو د یوې احتمالي هوکړې پر شرایطو د تهران او واشنګټن ترمنځ ژور اختلافات لا هم پر خپل ځای دي.
ځینې راپورونه وایي چې دواړو مشرانو د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه د نویو وړاندیزونو په اړه هم خبرې کړې دي. دا تنګی، چې د نړۍ د نفتو د لېږد لپاره یوه حیاتي لار ده، د وروستیو کړکېچونو په مرکز کې دی.
شنونکي په دې باور دي چې د روسیې د منځګړیتوب وړاندیز کولی شي د ډیپلوماسۍ لپاره یوه نوې لار پرانیزي، خو بریالیتوب یې په ډېرو عواملو پورې اړه لري، په شمول د امریکا او ایران لېوالتیا چې د مسکو لپاره دا ډول رول ومني.
سرچینه: د زرین ټی
وی خبری سرچينې
🌐