د روسیې ټیکنالوژۍ شرکت "یاندکس" چې ډېری وخت "د روسیې ګوګل" بلل کیږي، اعلان کړی چې د مسکو په سویل لوېدیځ کې د کالوګا په سیمه کې یې د معلوماتو مرکز د اوکرایني بې پیلوټه الوتکو له خوا په نښه شوی او له کاره لوېدلی دی. دا برید د دواړو هېوادونو د ټیکنالوژیکي زیربناوو پر وړاندې د جګړې د پراخېدو نښه ده.

رویټرز د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۹مه، راپور ورکړ چې دا برید د روسیې له خوا د اوکراین د معلوماتو مرکزونو د په نښه کولو په ځواب کې شوی دی. دې غچ اخیستونکي اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ سایبري او فزیکي جګړه نوي پړاو ته رسولې ده.

د راپور له مخې، د اوکراین وسلو جوړونې شرکت "فایرپاینټ" د دې برید مسؤلیت منلی دی. دې شرکت ویلي چې د یاندکس پر تر ټولو لوی ډیټا سنټر برید لپاره یې له یو طرفه بریدګرو ډرونونو څخه کار اخیستی دی، چې په پایله کې یې د مرکز څو برخې په بشپړه توګه له کاره لوېدلې دي.

یاندکس د روسیې د مصنوعي هوش او ډیجیټل اقتصاد په پراختیا کې کلیدي رول لري. د دې مرکز له کاره لوېدل ممکن په دې هېواد کې پر آنلاین خدمتونو او ټیکنالوژیکي پروژو د پام وړ اغېز ولري.

روسیې او اوکراین، چې له څلورو کلونو څخه زیاته موده په یوې خونړۍ جګړه کې ښکېل دي، سږکال یې د یو بل پر مهمو زیربناوو د ډرون بریدونه زیات کړي دي. په دې اهدافو کې د برېښنا مرکزونه، د تیلو تاسیسات او اوس د ټیکنالوژۍ مرکزونه شامل دي.

پوځي شنونکي په دې باور دي چې دا نوې ستراتیژي د مخالف لوري د اقتصادي او پوځي وړتیاوو د فلج کولو او د دواړو هېوادونو پر حکومتونو او خلکو د فشار زیاتولو په موخه ده.

سرچینه: رویټرز

🌐

Author