یو شمېر افغان ښځو، دیني عالمانو او د بشري حقونو فعالانو د طالبانو حکومت له لوري د ښځو او نجونو د پرله پسې او خپل سرو نیونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي ترڅو دغه لړۍ ودروي.

دغه نیوکه کوونکي وايي، د طالبانو تګلارې او کړنې، په ځانګړې توګه د ښځو په اړه، د اسلامي لارښوونو سره سمون نه خوري. دیني عالمان وايي چې اسلام د انسان کرامت او د افرادو د حقونو په ساتنه ټینګار کوي، خو د طالبانو کړنې ډېری وخت د دغو اصولو د نقض لامل کېږي. ښځې هم طالبان تورنوي چې له دین څخه د ټولنې د ځپلو او سختو محدودیتونو د لګولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

دا غبرګونونه وروسته له هغه راپورته کېږي چې په کابل او نورو ولایتونو کې د طالبانو له خوا د حجاب نه مراعتولو په پلمه د نجونو او ځوانو ښځو د نیولو راپورونه خپاره شول. دغو نیونو په کور دننه او بهر پراخې اندېښنې راولاړې کړې دي.

د بشري حقونو فعالان وايي چې دا نیونې د قانوني حکم او وکیل ته له لاسرسي پرته ترسره کېږي او دا د خپل سرو نیونو او د بشري حقونو د ښکاره سرغړونې مصداق دی. دوی له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو غواړي چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې، طالبانو د ښځو پر حقونو او آزادیو سخت محدودیتونه لګولي دي. په دغو محدودیتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، په ډېرو دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز او د هغوی پر ازاد تګ راتګ محدودیتونه شامل دي.

پر طالبانو د نړیوال فشار غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې دغه ډله د نړیوال رسمیت پېژندلو لپاره هڅې کوي. نیوکه کوونکي په دې باور دي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په ښه والي پورې وتړي.

خو طالبانو تل ادعا کړې چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامینوي، مګر د شریعت په اړه د دوی تفسیر په ملي او نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ دی.

سرچینه: محلي راپورونه

🌐

Author