نن د اکتوبر لسمه، د رواني روغتیا نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ټوله نړۍ کې د رواني روغتیا د ستونزو په اړه د عامه پوهاوي لوړولو او د رواني روغتیا د ملاتړ لپاره د هڅو پیاوړي کولو په موخه نمانځل کېږي. د سږ کال شعار او تمرکز د رواني روغتیا باکیفیته خدمتونو ته د ټولو د لاسرسي پر اهمیت ټینګار کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، دا ورځ د رواني روغتیا په برخه کې فعالو بنسټونو، دولتونو او ټولنو ته فرصت برابروي چې خپلې هڅې او فعالیتونه شریک کړي. همدارنګه، دا ورځ یوه بهانه ده چې د نړۍ ټولو خلکو ته د رواني روغتیايي خدمتونو د لاسرسي د ښه کولو پر لارو چارو او د رواني ناروغیو سره د تړلي تبعیض او بدنامۍ د کمولو په اړه خبرې وشي.

په افغانستان کې، کلونو جګړو، ناامنۍ، بېوزلۍ او سیاسي او ټولنیزې بې ثباتۍ د خلکو پر رواني روغتیا ویجاړوونکې اغېزې کړې دي. د راپورونو له مخې، د هیواد د وګړو یوه لویه برخه د رواني اختلالاتو لکه خپګان، اضطراب او له صدمې وروسته د فشار اختلال (PTSD) څخه رنځ وړي. له بده مرغه، په هیواد کې د رواني روغتیا خدمتونو ته لاسرسی خورا محدود دی او ډیری ناروغان د متخصصینو د کمښت، د اسانتیاوو د نشتوالي او ټولنیز شرم له امله لازم درملنه نه ترلاسه کوي.

په افغانستان کې له وروستیو سیاسي بدلونونو او د طالبانو د حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، په دې برخه کې ننګونې نورې هم زیاتې شوې دي. پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه، اقتصادي ړنګېدا او د ناهیلۍ زیاتوالی پر ټولنه رواني فشارونه دوه چنده کړي دي.

روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې د رواني روغتیا په برخه کې پانګونه نه یوازې یوه روغتیايي اړتیا ده، بلکې په افغانستان کې د ټولنیزې بیارغونې او دوامداره پرمختګ لپاره یو حیاتي امر دی. دوی په لومړنیو روغتیايي پاملرنو سیسټم کې د رواني روغتیا خدماتو مدغم کولو، د روغتیايي کارکوونکو روزنې او د ټولنیز شرم سره د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي کمپاینونو په لاره اچولو پر اړتیا ټینګار کوي.

سرچینه: طلوع

نیوز

🌐

Author