یوې لوړپوړې قطري چارواکې ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په مشرۍ د یو ټول شموله سیاسي بهیر له لارې او د دغه هېواد حاکمیت او خپلواکۍ ته په پوره درناوي سره وټاکل شي. دا څرګندونې په دوحه کې د افغانستان لپاره د همغږۍ ډلې په غونډه کې شوې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د راپور له مخې، د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دغه هېواد د دولت وزیرې، مریم بنت علي بن ناصر المسند، دا خبرې د سهشنبې په ورځ، د تلې په ۲۸مه، د دې دوه ورځنۍ غونډې په پرانیسته کې وکړې. دا غونډه چې د اکتوبر په ۲۰ او ۲۱ نېټه جوړیږي، د بېلابېلو دولتونو او نړیوالو سازمانونو د استازو کوربه ده چې د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو لپاره راټول شوي دي.
آغلې المسند له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه له سویس، ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او نورو شریکانو څخه د افغانانو سره د دوی د دوامداره ژمنتیا او ملاتړ له امله مننه وکړه. هغې روښانه کړه چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې تر بل هر وخت ډېر د نړیوالې ټولنې دوامداره تعامل، روښانه لومړیتوبونو او عملي همکاریو ته اړتیا لري.
د قطر د دولت وزیرې یادونه وکړه چې هېواد یې له ۲۰۱۳ کال راهیسې د افغانستان د کړکېچ لپاره د سوله ییزو حل لارو څخه په فعاله توګه ملاتړ کړی دی. قطر په دې موده کې د بېلابېلو افغاني لورو ترمنځ او همدارنګه د هغوی او نړیوالو شریکانو ترمنځ د خبرو اترو په اسانولو کې مهم رول لوبولی دی.
هغې زیاته کړه چې د دې غونډو کوربه توب د دوحې د هغو دیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده چې غواړي افغانستان ته د نړۍ پام راواړوي او د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ لارې ومومي. د هغې په وینا، په افغانستان کې ثبات نه یوازې د هغه هېواد د خلکو د هوساینې لپاره اړین دی، بلکې د سیمه ییز امنیت، د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د نړیوالې سولې د ساتنې لپاره هم خورا مهم دی.
دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې افغانستان له سترو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی او نړیواله ټولنه هڅه کوي چې د طالبانو له حکومت سره د تعامل او د افغانانو د ملاتړ لپاره یوه همغږې تګلاره ومومي.
سرچینه: د قطر د بهرنیو چارو وزارت
🌐