د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې یې په بېلابېلو برخو کې لسګونه امنیتي کمرې نصب کړې دي.
دغه وزارت نن (شنبه، د لړم ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کمرې د اوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت نصب شوې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو کمرو د نصبولو موخه "د امنیت تامینول او د احتمالي امنیتي او جرمي پېښو مخنیوی" دی.
د دغو کمرو د پرانیستې په مراسمو کې، د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د پکتیکا له خلکو وغوښتل چې د امنیت په تامین کې له دې ډلې سره همکاري وکړي. دا اقدام په لویو ښارونو کې د څارنې د زیاتولو لپاره د طالبانو د پراخو هڅو یوه برخه ده.
له دې وړاندې طالبانو د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه امنیتي کمرې نصب کړې دي. د "کابل امنیتي کمربند" پروژه، چې په ښار کې له ۶۲ زرو څخه د زیاتو کمرو نصبول پکې شامل دي، د دې هڅو تر ټولو لویه بېلګه ده.
که څه هم د طالبانو چارواکي تل د دغو کمرو د نصبولو موخه د امنیت تامینول او له جرمونو سره مبارزه بولي، خو دغو پروګرامونو د وګړو د شخصي حریم د نقض په اړه پراخې اندېښنې راپورته کړې دي. د بشري حقونو فعالان او عام خلک اندېښنه لري چې دا څارنیز سیستم به د مخالفینو، مدني فعالانو د ځپلو او د فردي آزادیو د محدودولو لپاره وکارول شي.
کتونکي وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د معلوماتو او شخصي حریم د ساتنې لپاره د روښانه قوانینو نشتوالي ته په کتو، دا کمرې کولی شي د ټولنې د بشپړ کنټرول په وسیله بدلې شي.
سرچینه: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت
🌐