سعودي عربستان اعلان کړی چې تېر کال یې د ۳۷۰ میلیونه ماشومانو د پولیو پر وړاندې د ساتنې لپاره د روغتیا له نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړي دي. د دې مرستو یوه لویه برخه افغانستان او پاکستان ته ځانګړې شوې ده.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د یکشنبې په ورځ، د لړم په دریمه، د پولیو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت راپور ورکړ چې دغه هیواد د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره په خپلو هڅو ټینګار کوي. د لومړي تړون له مخې، ۳۰۰ میلیونه ډالره په لوړ خطر لرونکو هیوادونو، په ځانګړې توګه په افغانستان او پاکستان کې، د روغتیا نړیوال سازمان د پروګرامونو د ملاتړ لپاره ځانګړي شوي دي.
دا مرستې چې د ملک سلمان د مرستې او بشري مرستو مرکز له لارې ورکول کیږي، په اړمنو هیوادونو کې د واکسیناسیون پروګرامونو پرمخ وړلو، روغتیایي پوهاوي لوړولو او روغتیایي خدماتو پیاوړي کولو لپاره کارول کیږي.
دا مرستې په داسې حال کې اعلانیږي چې افغانستان لا هم د پولیو ځپلو هیوادونو په سر کې دی. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو وحشي ویروس لا هم په کې له منځه نه دی تللی.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د دې ناروغۍ ۴۲ او په پاکستان کې شپږ پېښې ثبت شوې دي. دا شمېرې په افغانستان کې د پام وړ زیاتوالی ښیي، چې له څلورو پېښو په ۱۴۰۰ کال کې (د طالبانو د بیا واکمنیدو سره) سږکال ۴۲ ته لوړ شوی، چې ۹۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
په ورته وخت کې، طالبانو له ۱۴۰۳ کال راهیسې د کور په کور واکسیناسیون کمپاین بند کړی، چې د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، واکسین ته د ماشومانو د لاسرسي په اړه یې اندیښنې زیاتې کړې دي.
سرچینه: د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس
🌐