سیمه ییزې سرچینې وایي چې طالب ځواکونو د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د دغه ولایت د پخواني امنیه قومندان مطیع الله خان کور د وسلو موندلو په موخه کیندلی، خو څه یې نه دي موندلي. په ورته وخت کې طالبانو د پخواني حکومت د یوه چارواکي کور ته څېرمه د وسلو د یوې زېرمې د موندلو خبر ورکړی دی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د امنیه قومندانۍ اړوند وسله وال کسان له رسمي وخت وروسته ناڅاپه د مطیع الله خان کور ته ننوتل. د هغوی په وینا، طالب ځواکونو له کوم قانوني جواز پرته د حویلۍ څو ځایه کیندلي دي.
عیني شاهدان وايي، طالبانو د دغه پخواني قومندان له کورنۍ سره سپکاوی کړی او هغوی ته یې د مرګ ګواښونه کړي دي. د سرچینو په وینا، ځواکونو له کیندنو وروسته، پرته له دې چې وسلې یا مهمات ومومي، سیمه پرېښوده.
خو په اروزګان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د یکشنبې په ورځ، د لړم په دریمه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په ترینکوټ ښار کې یې د عملیاتو پر مهال له یوې پټنځای څخه څلور کلاشینکوفونه، یو تومانچه، ۲۵۰ مرمۍ او دوه شاژورونه کشف او ضبط کړي دي. طالبانو د مطیع الله خان نوم نه دی یاد کړی او د پټنځای دقیقه ځای یې هم نه دی مشخص کړی.
دا لومړی ځل نه دی چې د مطیع الله خان کورنۍ د طالبانو له فشار څخه شکایت کوي. د هغه خپلوانو ویلي و چې طالبانو تېر کال د قوس په میاشت کې د دغه پخواني قومندان درې زامن ونیول او شاوخوا یوه میاشت یې په زندان کې وساتل. هغوی ادعا وکړه چې د خپلو زامنو د ازادولو لپاره یې په شخصي پیسو له بازاره وسلې او مهمات وپېرل او طالبانو ته یې وسپارل.
مطیع الله خان د جمهوري نظام پر مهال په جنوبي افغانستان کې یو نفوذ لرونکی امنیتي قومندان و. هغه په ۱۳۹۳ کال کې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
سرچینه: افغانستان انټرنشنل
🌐