د کندهار ولایت ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه سړي لومړی خپله مېرمن وژلې او وروسته یې د ټوپک په ډز خپل ژوند پای ته رسولی دی.
دا پېښه د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۴مه، ماسپښین مهال د سپین بولدک ولسوالۍ په "منار چوک" سیمه کې رامنځته شوې ده. دا سیمه له پاکستان سره پولې ته نږدې پرته ده.
یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې وژل شوی سړی "اورنګ" نومېده او شاوخوا ۳۰ کاله عمر یې درلود. د دې سرچینې په وینا، هغه په اصل کې د سرپل ولایت اوسېدونکی و، خو له ډېرې مودې راهیسې یې په کندهار کې ژوند کاوه.
تر اوسه د دې دردناکې پېښې انګیزه او اصلي لامل نه دی روښانه شوی او د ځايي چارواکو له خوا په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. په دې اړه څېړنې روانې دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې راپورونه په ټول افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي، وسله والو وژنو او جنایي جرمونو د زیاتوالي خبر ورکوي. هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو څخه د وژنې ګڼې پېښې راپور ورکول کیږي.
له دې پېښې څو ساعته وړاندې، سرچینو په نورستان ولایت کې د یوه بل سړي د وژل کېدو خبر هم ورکړی و. ډېری دا وژنې د شخصي شخړو، وسله والو غلاوو او کورني تاوتریخوالي له امله بلل کیږي، او ځینې نورې په مرموز ډول د نامعلومو کسانو له خوا ترسره کیږي.
سرچینه: ځايي سرچینې
🌐