پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد پوځ د یوه غچ اخیستونکي عملیاتو په ترڅ کې د پولې په اوږدو کې د طالبانو څو پوستې ویجاړې کړې دي. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ ولګېده، چې له امله یې یو ملکي وګړی ووژل شو او د کورنۍ پنځه نور غړي یې ټپیان شول.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې طالب ځواکونو د خیبر پښتونخوا ایالت په انګور اډه کې پر استوګنیزو سیمو او بازار د هاوان مرمیو ډزې کړې دي. په راپور کې راغلي چې یوه مرمۍ پر یوه کور لګېدلې او د بازار ځینې دوکانونه هم زیانمن شوي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت یوه سیمه ییز چارواکي، ثمر هارون بلور، د سې شنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې دې برید د سیمې د اوسېدونکو غوسه راپارولې ده. هغه د امنیتي سرچینو په حواله زیاته کړه چې پاکستاني پوځ د دې اقدام په ځواب کې د طالبانو پوستې ویجاړې کړې دي. یوه بل سیمه ییز چارواکي هم وویل چې پر پوله مېشتو پاکستاني ځواکونو دغو بریدونو ته "سخت او اغېزمن" ځواب ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا والي، فیصل کریم کنډي، دا برید "د طالبانو له لوري له کوم دلیل پرته تېری" بللی او په کلکه یې غندلی دی. هغه د طالبانو حکومت ته په خطاب یوې بیانیه کې وویل چې باید په وهم کې نه وي او هر ډول تېري ته به "په کلک عزم" ځواب ورکړل شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې نښتې او د پاکستان د پوستو د ویجاړولو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. دا لا نه ده روښانه چې د ډزو د تبادلې لامل څه و.

دا نښته په داسې حال کې رامنځته کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. پاکستان په وار وار له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) په څېر د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو لپاره کار اخلي. خو طالبانو دا تورونه رد کړي او په پاکستان کې ناامني یې د هغه هېواد کورنۍ مسله بللې ده.

سرچینه: اسوشیټیډ پریس

🌐

Author