په سویس کې د افغانستان سفیر، نصیراحمد اندیشه وايي چې د کډوالۍ په نړیوال سازمان (IOM) کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د راستنېدونکو د ستونزو په اړه جدي اندېښنې مطرح شوې دي.

ښاغلي اندیشه د جمعې په ورځ، د لړم په ۸مه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا اندېښنې په جینیوا کې د دغه سازمان د پروګرامونو او مالي چارو د دایمي کمېټې په ۳۹مه غونډه کې د افغانستان د پلاوي په وینا کې بیان شوې دي. د هغه په وینا، په دې غونډه کې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له خوا د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو بشري حقونو او کرامت ته د درناوي پر اړتیا ټینګار وشو.

په سویس کې د افغانستان سفیر همدارنګه تایید کړه چې افغانستان سږکال د کډوالۍ د نړیوال سازمان په بودیجه کې لومړیتوب لري. هغه زیاته کړه چې په دې ناسته کې د افغان کډوالو او کوربه ټولنو د ملاتړ لپاره د کافي بودیجې د تامین او د اوږدمهاله برنامو د جوړولو پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.

د افغانستان د پلاوي د وینا په یوه برخه کې، کورنیو ننګونو ته هم اشاره شوې ده. ښاغلي اندیشه وویل چې د طالبانو حکومت له لوري د ښځو او نجونو پر زده

کړو او کار لګول شوي محدودیتونه، د اقتصادي ودې، د ټولنې د بیارغونې او هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د بیا ادغام پر وړاندې د مهمو خنډونو په توګه یاد شول.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو نوې څپې په نړیواله کچه پراخې اندېښنې راپارولې دي. د بشري حقونو بنسټونو په وار وار له دغو هېوادونو غوښتي چې د ایستلو بهیر ودروي او د کډوالو په اړه خپلو نړیوالو ژمنو ته غاړه کښېږدي.

په جینیوا کې د افغانستان استازولۍ په دې غونډه کې په افغانستان کې دننه د بشري ناورین د حل او هغو کډوالو سره د مرستې لپاره چې هېواد ته ستنېږي، د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه. دغې استازولۍ ټینګار وکړ چې له یوه دوامداره حل او هراړخیز ملاتړ پرته به راستنېدونکي له لا ډېرې بېوزلۍ او بې

ثباتۍ سره مخ شي. منبع: د نصیراحمد اندیشه اېکس پاڼه

🌐

Author