د طالبانو حکومت تر څارنې لاندې رسنیو ویلي چې د دغه حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې یو پلاوی به د ملګرو ملتونو په یو دېرشمې اقلیمي غونډه یا کوپ ۳۱ کې برخه وانخلي.

حریت راډیو د چهارشنبې په ورځ د ۱۹ لړم د چاپېریال ساتنې ادارې د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې ملګرو ملتونو د طالبانو حکومت پلاوي ته رسمي بلنلیک نه دی لېږلی او له همدې کبله به دوی په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

دې رسنۍ ویلي چې د ترکیې هېواد، چې د ملګرو ملتونو د دې دورې اقلیمي غونډې کوربتوب کوي، له طالبانو څخه غوښتي و چې د مېلمنو په توګه په غونډه کې حاضر شي.

د ملګرو ملتونو ۳۱مه اقلیمي ناسته د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ادارو د استازو په شتون سره د ترکیې په انتالیا ښار کې پیل شوه او د دې روانې میاشتې تر ۲۰مې نېټې به دوام ولري.

د طالبانو حکومت استازو د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د اذربایجان په پلازمېنه کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په ۲۹مه ناسته کې د مېلمه په توګه برخه اخیستې وه، خو په برازیل کې د ۲۰۲۵ کال غونډې ته نه و وربلل شوي.

افغانستان د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلون له امله یو له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، خو د رسمیت نه پېژندلو له وجې د ملګرو ملتونو په دا ډول غونډو کې د طالبانو د استازو شتون له خنډونو سره مخ دی.

سرچینه: حریت راډیو

🌐

Author