د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د دغې ډلې له مسؤلینو وغوښتل چې د خپلو کړنو نیمګړتیاوې وڅېړي او د نورو په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

حقاني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې بې له دې چې د کوم ځانګړي کس نوم واخلي وویل، ځینې مسؤلین د خپلو دندو پر ځای د نورو کارونو ته پام اړوي.

هغه له چارواکو وغوښتل چې د سترو حکومتي موضوعاتو په اړه تر بحث دمخه دې ته پام وکړي چې خپلو ورسپارل شویو وظایفو ته یې څومره سمه او د اصولو له مخې رسېدنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې هر چارواکی باید خپل ټول تمرکز د ورسپارل شوي مسؤلیت ښه ترسره کولو ته ځانګړی کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر تر دې مخکې هم د دغې ډلې د ځینو چارواکو پر کړنو او د مشرتابه پر مدیریت نیوکې کړې وې.

د حقاني تازه څرګندونې د حکومتولۍ او اداري مسایلو د مدیریت پر سر د بېلابېلو چارواکو د لیدلورو په لړ کې کېږي.

سرچینه: سیمه‌ییز راپورونه

🌐

Author