د هند د کانګرس ګوند مخکښې مشرې سونیا ګاندي په خپل نوي یادښت‌لیک کتاب کې د ګاندي او بچن کورنیو ترمنځ پخوانۍ اړیکې بیان کړې دي. هغې د امیتاب بچن کورنۍ کور د خپل واده پر مهال د پلرګنۍ کور یا «مایکا» بللی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې او د سونیا ګاندي د نوي کتاب «تعلق – د مینې یو سفر» پر بنسټ، هغې د څو لسیزو په اوږدو کې د دغو دوو وتلو کورنیو ترمنځ اړیکې روښانه کړې دي. دا کتاب د هند د سیاست او کلتور د دوو مشهورو کورنیو نږدې اړیکې په ډاګه کوي.

سونیا ګاندي په خپلو یادښتونو کې ویلي کله چې د ۱۹۶۸ کال په جنورۍ کې له راجیو ګاندي سره د واده لپاره هند ته راغله، د بچن کورنۍ په ډیلي کې د هغې کوربه توب وکړ. هغې لیکلي چې راجیو ګاندي، د هغه ورور سنجي او امیتاب بچن د ډیلي هوايي ډګر ته د هغې هرکلي ته ورغلي وو.

په هغه وخت کې امیتاب بچن لا د سینما مشهور ستوری نه و. امیتاب بچن هم وړاندې په خپل تلوېزیوني پروګرام «کون بنیګا کروړپتي» کې ویلي وو چې د هغه پلار هریوانش رای بچن او جواهر لعل نهرو په اله‌اباد کې خورا نږدې دوستان وو.

سونیا ګاندي په دغه کتاب کې لیکلي چې د امیتاب بچن مور تیجي بچن د هغې لپاره د یوې مور په څېر وه. هغې په تود هرکلي سره له سونیا سره مرسته وکړه او د هند له نوي چاپېریال سره د بلدتیا لپاره یې مشورې ورکولې.

هغې د مشهور شاعر هریوانش رای بچن یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې هغه ورسره د هندي ژبې په زده کړه کې مرسته کوله. سونیا ویلي چې سهار به د هغه د عبادت او زنګونو په غږ له خوبه راویښېده.

سونیا ګاندي زیاته کړې چې په هغو ورځو کې به یې ډېری وخت له راجیو سره یا د بچن په کور کې او یا هم د هند د هغه وخت د لومړۍ وزیرې اندیرا ګاندي په کور کې تېراوه.

سرچینه: Zarin TV Sources

🌐

Author