د آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه به د کندهار او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې په رسمي ډول پیل کړي.

د یاد هوايي شرکت د معلوماتو له مخې، د دغو الوتنو په پیلېدو سره به د کندهار او نږدې ولایتونو اوسېدونکو او سوداګرو ته د تګ راتګ مهمې اسانتیاوې برابرې شي.

د دغه شرکت چارواکو ویلي چې دا نوې هوايي لار به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

آریانا افغان هوايي شرکت زیاته کړې ده چې مسافر کولای شي د یادې لارې ټکټونه د شرکت له مرکزي دفتر، رسمي څانګو، سیاحتي شرکتونو او په هوايي ډګرونو کې د آریانا له اړوندو څانګو ترلاسه کړي.

دا ګام د هېواد د ولایتي هوايي ډګرونو د فعال ساتلو او له نړیوالو اقتصادي مرکزونو سره د افغانستان د نښلولو د هڅو یوه برخه ګڼل کېږي.

د شرکت په وینا، د مستقیمو نړیوالو الوتنو زیاتېدل د سوداګرو د لګښتونو په سپما او د عامو مسافرو د سفر په لنډوالي کې اغېزمن رول لري.

سرچینه: آریانا افغان هوايي شرکت

🌐

Author