د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق دار د افغانستان له طالب چارواکو وغوښتل چې د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنو، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ ګواښ ته ځواب ووایي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، اسحاق دار دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) د وزیرانو شورا په ۳۰مه غونډه کې وکړې، چیرې چې د پاکستان د نه بلنې له امله د طالبانو استازي حاضر نه وو.

اسحاق دار وویل چې پاکستان یو باثباته او پرمختللی افغانستان غواړي څو په سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو کې بشپړه برخه واخلي. هغه زیاته کړه چې ریښتینی پرمختګ د ګاونډیو هېوادونو مشروع امنیتي اندېښنو ته د افغان چارواکو پر پاملرنې ولاړ دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې د دوامداره اقتصادي ملګرتیا او سیمه‌ییز اتصال لپاره امن چاپېریال او د ګاونډیو ترمنځ باور خورا اړین دي او د افغانستان ثبات د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره ګټور دی.

که څه هم افغانستان د اکو سازمان له ۱۰ غړو هېوادونو څخه یو دی، خو پاکستان د طالبانو استازو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورنه کړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي پر دغه پرېکړه نیوکه وکړه او د منځنۍ او سوېلي اسیا په نښلولو کې یې د افغانستان جغرافیایي موقعیت مهم وباله. همداراز د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل چې سیاسي مخالفتونه باید د اقتصادي غونډو مانع نه شي.

د طالبانو د حکومت او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې د امنیتي مسایلو له امله خړې پړې دي. پاکستان تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې کار اخلي، خو طالبانو دا تورونه تل رد کړي دي.

سرچینه: Afghanistannews updates

🌐

Author