د هندي سینما نامتو لوبغاړي تیجا ساجا په حیدرآباد کې د یو لړ پرتمینو مراسمو په ترڅ کې له خپلې کوژدنې سره د ګوتو تبادله وکړه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د تیجا ساجا کوژدنه په امریکا کې مېشته ده او ټاکل شوې ده چې د دوی د واده مراسم د روان کال په ډسمبر میاشت کې ترسره شي.

په دغو مراسمو کې د تلنګانې والي شیو پراتاپ شوکلا ګډون کړی و، له جوړې سره یې ولیدل او هغوی ته یې د ګډ ژوند مبارکي وویله.

د والي رسمي پاڼې پر اېکس خپره کړه چې نوموړي په حیدرآباد کې د تاج کرېشنا په هوټل کې د دې مراسمو ننداره وکړه او د دواړو د ښه راتلونکي هیله یې څرګنده کړه.

د سینما د ډګر مشهور کسان هم دې جشن ته ورغلي وو. د هانومان او زامبي رېډي د فلمونو ډایرکټر پرشانت وارما د لومړنیو مېلمنو له ډلې و.

همدارنګه د هانومان فلم ستورې ورالکشمي سرتکومار له خپل مېړه سره او د میرای فلم لوبغاړې ریتیکا نایک هم د تیجا په دې خوښۍ کې ونډه واخیسته.

سرچینه: Hindustan Times

🌐

Author