د هند د کمپیوټر بېړني غبرګون ډلې (CERT-In) د ډیجیټل لاسلیکونو په مخکښ شرکت ام‌مودرا (eMudhra) کې یوه نوې امنیتي تشه په نښه کړې ده. ام‌مودرا په بنګلور کې مېشت شرکت دی چې په هند کې د برېښنايي اسنادو د لاسلیک او تصدیق خدمات وړاندې کوي.

د ماني‌کنټرول د راپور له مخې، دغه زیانمنتیا د ام‌بریج (emBridge) په نوم د دغه شرکت په ځانګړي سافټویر کې موندل شوې ده چې پر اسنادو باندې د ډیجیټل لاسلیکونو د پلي کولو لپاره کارول کېږي. د هند د سایبري امنیت ادارې د نومبر په ۱۳مه د یوې اعلامیې له لارې د دې تشې پخلی کړی دی.

امنیتي څېړونکي کارن سایني، چې دا ستونزه یې موندلې او د اکتوبر په ۳۰مه یې راپور کړې وه، ماني‌کنټرول ته ویلي چې د دې شرکت په ډیجیټل جوړښت کې یې تر دې هم نورې جدي او خطرناکې ستونزې موندلې او چارواکو ته یې سپارلې دي.

دا سافټویر د هند په مهمو دولتي شبکو لکه د شرکتونو د چارو وزارت په پورټل، د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ریاست، د ملي واحدې کړکۍ سیستم، د عایداتو مالیې او د مالونو او خدماتو مالیې په سیسټمونو کې کارول کېږي. دا ادارې د سوداګریزو چارو د تنظیم اصلي مرجع ګڼل کېږي.

سایني څرګنده کړې ده چې د شرکتونو سکرتران، محاسبین او ټول هغه کسان چې له دولتي پورټلونو سره کار کوي، اړ دي چې دا سافټویر په خپلو کمپیوټرونو کې وساتي. له همدې امله په دغه سیستم کې هر ډول نیمګړتیا کولای شي ډېر مالي او رسمي اسناد له ګواښ سره مخ کړي.

تر اوسه د هند اړوندو چارواکو د څېړونکي له خوا د یادو شویو نورو جدي نیمګړتیاوو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو په اړه یې تخنیکي پلټنې روانې دي.

سرچینه: Moneycontrol

🌐

Author