یو سړی چې ویل کېږي نشه برتانوي سیلاني و، د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې د یوه تاریخي کلیسا څخه د عیسی مسیح د زرینې مجسمې د پورته کولو پر مهال هغه ماته کړه.
د ځايي رسنیو د راپور له مخې، دا پېښه په پنځلسمه پېړۍ پورې تړلې د الهي رحمت زیارت په نوم کلیسا کې شوې او امنیتي کمرو ثبت کړې ده. کله چې دې سړي مجسمه د لاسونو له لارې راپورته کړه، لاسونه یې مات شول او مجسمه پر ځمکه ولوېده او ټوټه ټوټه شوه.
دغه کس د مجسمې له ماتېدو وروسته سمدلاسه له سیمې تښتېدلی دی. د لیتوانیا پولیسو اعلان کړی چې د پېښې او اوښتي زیان په اړه یې لومړنۍ څېړنې پیل کړې دي.
پولیس دا مهال د کمرې انځورونه څېړي ترڅو د دغه کس پوره هویت څرګند او هغه ونیسي.
د الهي رحمت زیارت کلیسا د لیتوانیا د پلازمېنې له مهمو تاریخي او مذهبي ځایونو څخه ګڼل کېږي.
سرچینه: د لیتوانیا رسنۍ
🌐