د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره د یوې تاریخي درې‌اړخیزې ناستې لپاره اسیا ته خپل څو ورځنی سفر پیل کړ.

د سپینې ماڼۍ د اعلان له مخې، د ټرمپ په مشرۍ امریکايي پلاوی د دوشنبې په ماښام اسیا ته وخوځېد. ټرمپ به په پیل کې د فیلیپین پلازمېنې مانیلا ته لاړ شي ترڅو د سویل ختیځې اسیا هېوادونو په غونډه کې ګډون وکړي.

ټرمپ به د دغه سفر په ترڅ کې د جاپان، هند او استرالیا له مشرانو سره هم وګوري او د هند او ارام سمندر د سیمې د امنیت په اړه به خبرې وکړي. د دې سفر په اجنډا کې له تایلنډ سره د یو سوداګریز هوکړه‌لیک لاسلیک هم شامل دی.

د امریکا ولسمشر به بیا د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو په غونډه کې د ګډون لپاره د چین شینژین ښار ته لاړ شي. د پنجشنبې ورځې ته پلان شوې له پوتین او شي جین‌پینګ سره د هغه درې‌اړخیزه ناسته، د دې سفر تر ټولو مهمه برخه ګڼل کېږي.

دا د نړۍ د درېیو سترو قدرتونو د مشرانو ترمنځ لومړنۍ درې‌اړخیزه ناسته ده. اټومي وسلو کنټرول او د ایران جګړه به د دغې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي. ټرمپ دا هم ویلي چې د اوکراین جګړه به مطرح کړي، که څه هم امریکايي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو دا موضوع د ناستې په رسمي اجنډا کې نشته.

د امریکا د «ای‌بي‌سي» شبکې د راپور له مخې، ټرمپ اسیا ته له روانېدو وړاندې وویل چې ښايي په چین کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ‌اون سره هم وګوري، خو زیاته یې کړه چې دا پرېکړه په شي جین‌پینګ پورې اړه لري او تر اوسه حتمي شوې نه ده.

سرچینه: ای بي سي نیوز

🌐

Author