بریتانوي لوبغاړی رابرټ پټینسن په رسمي ډول د جیمز بانډ د نوي لوبغاړي په توګه وټاکل شو او د بریتانیا شاهي کورنۍ ورته ځانګړی ښه راغلاست ووایه.
د بریتانیا شاهي کورنۍ په خپله ایکس پاڼه ولیکل: «ښاغلی بانډ، د اعليحضرت پټ خدمت ته ښه راغلاست». دا ګام د دې تاریخي سینمایي لړۍ لپاره یو نوی بدلون دی، ځکه پټینسن به لومړنی جیمز بانډ وي چې د ملکې پر ځای د یوه پاچا تر واکمنۍ لاندې دا رول لوبوي.
ملکه دویمه الیزابت د دې لړۍ د تېرو ۲۵ فلمونو پر مهال د بریتانیا واکمنه وه او تر ۲۰۲۲ کال پورې تر خپلې مړینې په واک کې وه. د دې لړۍ وروستی فلم «د مړینې لپاره وخت نشته» په ۲۰۲۱ کال کې نندارې ته وړاندې شو او د ډانیل کریګ وروستۍ ننداره وه.
د جیمز بانډ رسمي ټولنیزو پاڼو دا اعلان د دوشنبې په ورځ وکړ. له اعلان مخکې په ایکس او انسټاګرام کې ټول زاړه پوسټونه لرې شول او وروسته د «هویت تایید شو» په نوم پیغام خپور شو. سټوډیو د پټینسن لومړنی رسمي انځور هم خپور کړ.
پټینسن اووم لوبغاړی دی چې په رسمي فلم کې د جیمز بانډ کرکټر لوبوي. هغه له یوه اوږده بهیر وروسته د جوش اوکانر او کالوم ټرنر تر څنګ له نهايي نوملړ څخه وټاکل شو.
پټینسن لومړی په ۲۰۰۵ کال کې د هري پاټر فلم له لارې مشهور شو او وروسته یې د ټوایلایټ په لړۍ کې نړیوال نوم وګاټه. هغه په وروستیو کې په ډیون ۳ او بټمین ۲ فلمونو کې هم د ګډون لپاره نومول شوی دی.
سرچینه: د جیمز بانډ رسمي پاڼې او د بریتانیا شاهي کورنۍ
🌐