د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د چین په شنژن ښار کې د اسیا-ارام سمندر اقتصادي همکاریو د غونډې په څنډه کې یوځای راڅرګند شول.

دا لیدنه د شي جین‌پینګ او د هغه د مېرمنې پېنګ لي‌یوان له لوري د هرکلي له رسمي مېلمستیا وړاندې وشوه او د درې واړو مشرانو ګډ انځور خپور شو.

د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې، ټرمپ او پوتین چې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې په لومړي ځل سره مخامخ شول، لاسونه سره ورکړل او تاوده روغبړونه یې وکړل.

درې واړه مشران وروسته د ای‌پېک سازمان د نورو غړو هېوادونو له مشرانو سره د یادګاري انځور لپاره ودرېدل. د چین ولسمشر پوتین د خپلې مېرمنې څنګ ته او ټرمپ خپل څنګ ته ودرول.

شنژن ته د ټرمپ سفر د امریکا د یوه ولسمشر لومړنی سفر بلل کېږي، او شي جین‌پینګ په خپله په هوایي ډګر کې د هغه هرکلی وکړ.

ټاکل شوې ده چې سبا پنجشنبه د ټرمپ او شي جین‌پینګ له دوه اړخیزې لیدنې وروسته د امریکا، چین او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ لومړنۍ درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د اټومي وسلو کنټرول، کمول او له ایران سره د جګړې پای ته رسول د واشنګټن اصلي موخې دي، پداسې حال کې چې بیجینګ دا خبرې د نړیوالې سولې لپاره بللې وې.

سرچینه: سپینه ماڼۍ

🌐

Author