د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلان ماسک ویلي چې د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د جمهوريپالو تر سختې ماتې وروسته، د خپلو کړو لګښتونو له امله د ناپوهۍ احساس کوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ټېسلا او سپېس اېکس شرکتونو مشر د جمهوريپال ګوند د نوماندانو د ملاتړ لپاره نږدې نیم ملیارد ډالر لګولي وو.
د نوموړي د لګښتونو لویه برخه په ټکساس ایالت کې د جمهوريپالو د دریځ د ساتلو لپاره ځانګړې شوې وه، چېرته چې د ده مهم سوداګریز مرکزونه پراته دي.
ټکساس ایالت د ټېسلا موټر جوړونې شرکت، د سپېس اېکس د توغندیو او مصنوعي ځیرکتیا د پروژو او د نیمه هادي چپسونو د ګډ کارځای کوربه دی.
سره له دې چې ماسک په دغو ټاکنو کې بېسارې پیسې ولګولې، خو جمهوريپالو نوماندانو په ډېری مهمو حوزو کې سختې ماتې وخوړې.
ایلان ماسک په خپلو وروستیو څرګندونو کې ومنله چې پر دغو سیاسي سیالیو د دومره زیاتو پیسو لګول بېپایلې و او مطلوبه پایله یې ور نه کړه.
سرچینه: رویټرز
🌐