د هند او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ، د هند لوبډلمشر شبمن ګېل له امپایر ریچارډ ایلینګورث سره تود بحث او ناندرۍ ووهلې.
دا جنجال د لوبې په یو دېرشم اوور کې وروسته تر هغه راپورته شو چې د نیوزیلنډ توپوهونکی ګلن فیلېپس د جسپریت بومرا په توپ له اوټ کېدو بچ پاتې شو.
شبمن ګېل د لوبڅار پر پرېکړې او د بیاکتنې غوښتنې پر څرنګوالي سخت اعتراض وکړ او د میدان له امپایر سره یې په غوسه خبرې وکړې.
د تلویزوني امپایر له بیا کتنې وروسته معلومه شوه چې توپ پښې ته له رسېدو وړاندې د فیلېپس له بېټ سره لګېدلی و او پرېکړه د نیوزیلنډ په ګټه وشوه.
د هند لوبډلې د لوبې په سهارنۍ برخه کې ښه پيل درلود او د کوربه نیوزیلنډ څلور لوبغاړي یې په لومړیو کې ژر وسوځول.
د هند د لوبډلمشر او امپایر ترمنځ دا سختې خبرې اترې د کرکټ د مینه والو او رسنیو ترمنځ ډېرې تبصره شوې.
سرچینه: نړيوالې ورزشي رسنۍ
🌐